د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د روسیې یو شمېر چارواکي له څو اوونیو راهېسې په ایران کې په روزنې او زده کړو بوخت دي چې څنګه بې پیلوټه الوتکې وکاروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویدانت پتیل ویلي، چې دا روزنه د مسکو او ایران ترمنځ د بې پیلوټه الوتکو د انتقال د تړون یوه برخه ده. د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان ویلي چې واشنګټن باور لري روسي مقامات په دې وروستیو کې د بې پیلوټه الوتکو د ارزولو لپاره ایران ته تللي وو. سولیوان په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې یو روسي پلاوي د ایران په یو هوايي ډګر کې د بې پیلوټه الوتکو یو نندارتون کې برخه اخیستې وه.