ټاکل شوې ده چې د افغانستان یو لوړ پوړی پلاوی پر یو شمېر موضوعاتو د خبرو اترو لپاره ایران ته سفر وکړي. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په کابل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي. په دې کتنه کې امیر خان متقي ویلي، اوس ددې وخت رارسېدلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او غوښتنه يې وکړه چې د تجارت او ترانزېټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي. دغه راز متقي په ایراني بانکونو کې د افغان تجارانو په پولي حسابونو باندې د لګېدلو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې او په دې برخه کې د افغان مهاجرینو او تجارانو ستونزې ورسره شریکې کړې دي. امیرخان متقي د ایران په زندانونو کې بندیانو د خلاصون او برخلیک د معلومېدو په تړاو او افغان حکومت د سپارلو په اړه هم خبرې کړې دي.