د یونان په اوبو کې شاوخوا پنځوس کډوال لادرکه شوي دي. یوناني چارواکي وایي قاچاقبرو په یوه بېړۍ کې شاوخوا ۸۰ کسان سپاره کړي وو، چې وروسته بېړۍ ډوبه شوې ده. امنیتي ځواکونو یوازې دېرش کسه ژغورلي دي خو پنځوس کسه نور لادرکه دي. یوناني چارواکي بیا د لادرکه شوو کسانو د شمېر په اړه ډول ډول نظریات ورکوي خو وایي په سیمه کې عملیات روان دي، خو د شدید توپان له امله دوی د لا ډېرو ډوب شوو په ژغورنه نه دي بریالي شوي. په دې کې د ګڼو هېوادونو وګړي شامل دي خو د ټولو د هویت په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.