د افغانستان اقتصادي انزوا ښايي تر شل کلنې جګړې ډېر افغانان وځپي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه اندېښمنوونکي بللي دي. دغه اداره وایي سره له دې چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت لا له مخې خراب و، خو د امریکا بندیزونو او محدودیتونو ددغه هېواد اقتصاد ته لا ډېره ضربه رسولې ده.
سرچینه کاږي چې ددغه بندیزونو له امله په افغانستان کې لوږه او بېوزلي پراخه شوې ده او د بېکارۍ کچه مخه په لوړېدو ده. د ژغورنې نړیواله کمېټه خبرداری ورکوي چې که نړیواله ټولنه پر افغانستان خپل بندیزونه ختم نه کړي، نو ښایي دغه هېواد کې تر شل کلنې جګړې ډېر خلک د اقتصادي فشارونو او بېوزلۍ له امله زیانمن شي.