افغان حکومت وایي دوی له نړیوالې ټولنې سره ستراتيژیک بحث او تعامل ته تیار دي. د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د وروستیو تحولاتو په اړه تازه مرکه کړې ده او په هغه کې یې ویلي چې نړیواله ټولنه په تېره امریکا په افغانستان کې د وضعیت د ترینګلتیا لپاره پلمې پلټي او د نوي حکومت د رسمیت اجازه نه ورکوي. هغه زیاتوي ددې ستونزې د حل لپاره یوازینۍ مناسبه لار خبرې او ستراتيژيک بحثونه دي.
مجاهد زیاته کړې چې دوی د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنې منلی شي چې افغاني کلتور، دود او اسلامي حدود اجازه ورکړي.
مجاهد همدا راز د ظواهري وژل کېدل یو ځل بیا یوه تشه ادعا وبلله او په خبره یې امریکا د دوحې هوکړې پر بنسټ حق نه درلود چې پر افغان خاوره برید وکړي خو د خطر په صورت کې یې معلومات باید له افغان امنیتي اداراتو سره شریک کړي وای. هغه همدا راز ټینګار کړی چې د نجونو ښوونځي به ډېر ژر پرانیستل شي او د پرانیستلو لپاره یې جدي هڅې روانې دي.