د افغانستان مسئلې په امریکا کې د بایډن محبوبیت ته زیان رسولی دی. اسوشټېډ پرېس وایي په لومړي سر کې چې بایډن واک ته ورسېد نو ځینو اقداماتو یې د هغه محبوبیت ډېر کړ خو له افغانستان تر وتلو وروسته او په دغه هېواد کې د تخلیې پر مهال بوږنوونکو پېښو د بایډن محبوبیت راټيټ کړی دی او په ټولو نظرپوښتنو کې یې بایللې ده. سرچینه وايي بایډن هڅه کوي خپل بایللی برم بېرته راژوندی کړي او ددې لپاره یې پراخې هڅې پيل کړې دي. پر بایډن نیوکه ده چې له تحلیل پرته یې په بېړنۍ توګه له افغانستان امریکایي عسکر و ایستل او امریکا یې نړۍ ته بې باوره کړه.