د امریکا استخباراتي ادارې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ کور تلاشي کړی دی. امریکایي رسنۍ وایي چې په فلوریډا کې د ډونالډ ټرمپ شخصي کور ته د فدرال د تحقیقاتو ادارې یا ايف بي آی جاسوسان ورغلي او کور یې ټول تلاشي کړی دی.
ټرمپ په اعلامیه کې ویلي چې د ملت لپاره یې توره ورځ ده او د ایف بي آی جاسوسان یې د کور په پلټلو بوخت دي. امریکايي رسنۍ بیا وایي چې د ټرمپ په کور کې محرم دولتي اسناد دي او هغه له واک څخه تر لرې کېدو وروسته له سپینې ماڼۍ ورسره وړي دي. ویل کېږي چې د ټرمپ په کورونو کې تر دې دمه ۱۲ صندوقه محرم دولتي اسناد ترلاسه شوي دي او ددغه اسناد د پیدا کولو او پلټلو لړۍ روانه ده.