ایران وایي د هلمند اوبو کې د خپلې برخې په اړه خبرو ته ادامه ورکوي. د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشمر ځانګړي استازي په تازه څرګندونو کې ویلي دوی هڅه کوي چې د هلمند په اوبو کې خپله برخه اوبه ترلاسه کړي او په خبره یې په دې اړه له افغان حکومت سره ديپلوماتیک بحثونه روان دي. تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو چې د هلمند په اوبو کې به خپل یو څاڅکی حق هم غواړي. افغان حکومت بیا وايي چې دوی د هلمند د اوبو په تړاو تېرو هوکړو ته ژمن دي خو په دې برخه کې به هېڅ راز نوې هوکړه نه رامنځته کېږي.