د راپورونو له مخې، د فلسطین پر غزې ښار د اسراییلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د یوې ماشومې په ګډون لس کسان وژل شوي دي. د ترکیې انادولو اژانس خبر ورکړی چې د اسراییلو په دې بمباریو کې د حماس ډلې یو مهم قوماندان تیسیر الجعبري هم وژل شوی دی. بلخوا په غزه ښار کې د عامې روغتیا ادارې ویلي چې په دې بمباریو کې لس کسان وژل شوي چې پکې يوه پنځه کلنه ماشومه هم شامل ده. سرچینې زیاته کړې چې په بریدونو کې لسګونه کسان ژوبل شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي. د فلسطین او اسراییل ترمنځ تازه شخړه د اسراییلي ځواکونو لخوا د اسلامک جهاد ډلې دیوه مشر د تر نیول کیدو وروسته رامنځته شوې ده. بلخوا د ترکیې انادولو اژانس خبر ورکړی چې د اسراییل تر بمباریو وروسته د حماس ډلې پر اسراییلي ښارونو تر سلو ډیر توغندي توغولي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي.