د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ ویلي چې دا سازمان نه یوازې د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین د ملاتړ کولو مسؤلیت لري، بلکې تر څنګ یې د جګړې د پراخېدو مخه هم نیسي او داسې نشي چې په اوکراین دا یرغل د ناټو او روسیې په جګړې واوړي. سټولټنبرګ په ناروې کې یوې غونډې ته وویل چې د اوکراین او د دې ولس سره ملاتړ کول د ناټو اخلاقي مسؤلیت دی. د ناټو سازمان په یوې اعلامیې کې چې د سټولټنبرګ دا خبرې پکې نقل شوې ویلي چې که د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په ګاونډي هیواد اوکراین په یرغل کې هغه څه تر لاسه کړي چې غواړي یې، نړۍ به لا ډیر خطرناک ځاي شي.