په مدینه منوره کې مسجد نبوي ته د سپکاوي له امله د سعودي عربستان یوې محکمې شپږو تنو پاکستانیانو ته د بند سزا اورولې ده. د تېرې روژې میاشتې پر مهال کله چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له یوه پلاوي سره مدینه منوره کې مسجد نبوي ته ولاړ، نو د عمران خان په مشرۍ د هغه سیاسي مخالفینو په مسجد کې دننه د هغه پر ضد نارې ووهلې او پر ځینو غړو یې ګوزارونه هم کړي وو. د پاکستان جیو تلویزیون خبر ورکړی چې د سعودي عربستان یوې محکمې تر څو میاشتو بحثونو وروسته پر شپږو پاکستانیو وګړو یاد جرم ثابت کړ او ورته یې سزا واوروله. د راپور له مخې، درېیو پاکستانیانو ته د لسو ، لسو کلونو، درېیو نورو ته د اتو اتو کلو بند سزا اورول شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې محکمې یاد کسان په ۲۰ ، ۲۰ زره ریالو جرمانې هم محکوم کړي دي.