د اریانا افغان هوايي شرکت وايي چې له یوه ځنډ وروسته بېرته د هندوستان پلازمېنې نوي ډیلي ته خپلې الوتنې پیلوي. اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، چې لومړۍ الوتنه به نن له کابل څخه د نوي ډیلي په لوري ترسره شي. اریانا ایران، روسیې، متحده عربي اماراتو، پاکستان، قطر او ترکیې ته هم ځپلې الوتنې پیل کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په هېواد کې تر سیاسي تحول وروسته اریانا هوايي شرکت نوي ډیلي ته خپلې الوتنې بندې کړې وې. هندوستان تراوسه د دې الوتنو د بیا پیلېدو په اړه څه نه دي ویلي.