د کابل برید ښایي د افغان شتمنۍ د ازدولو پر لړۍ منفي اغېز وکړي. پولیتیکو نشریې په یوه مطلب کې ویلي چې امریکا د نوي حکومت په راتګ سره د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړه خو په وروستیو کې یې د آزادولو په برخه کې یو لړ پرمختګونه رامنځته شوي وو چې ښايي په وروستیو تغیرات سره په دې برخه کې هم خنډونه رامنځته شي. پولیتیکو لیکي ښايي د بایډن اداره د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو په برخه کې خنډونه جوړ کړي او اوږده موده به ونیسي چې خبرې بېرته دې پړاو ته را رسېږي. ددې رسنۍ له ادعا سره سره تر اوسه امریکايي حکومت د نوو اقداماتو او یا د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو پر ځنډ هېڅ راز څرګندونې نه دي کړې.