امریکا په ۲۱مه پېړۍ کې یوازې ناندرۍ جوړې کړې دي. امریکايي سیاستوال او د سیاسي خپرونو مشهور چلوونکي ټوکر کارلسون په یوه مرکه کې ویلي چې امریکايي حکومت په تېرو کلونو کې یوازې ناندرۍ جوړې کړې دي او له بایللو پرته بله هېڅ لاسته راوړنه نه لري.
نوموړي ویلي امریکا په افغانستان کې شل کاله حضور درلود خو له ویجاړیو او ناندریو پرته یې هېڅ نه لرل. همداسې دغه هېواد په عراق، لیبیا او نورو هېوادونو کې مداخله وکړه او جګړو ته یې لمن ووهله. ټوکر وایي اوس د پلوسي سفر پیل شوی دی او غواړي په ټایوان کې ناندرۍ جوړې کړي. هغه زیاته کړې چې اوسني امریکایي سیاستوال په لږ ګټه لرونکو اقداماتو تل ستر تاوانونه کوي او امریکا ته زیان اړوي.