ملګرو ملتونو په نړۍ کې د اټومي وسلو پر پراختیا اندېښنه ښوودلې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې نړۍ د اټومي وسلو له درکه له نابودۍ یو ګام لرې ده.
دده په خبره د اوکراین جګړه او ددې جګړې تودېدل به د اټومي جګړې خطر نور هم ډېر کړي چې له امله یې آسیايي هېوادونو ته جدي خطرونه متوجه دي. ملګرو ملتونو د نړۍ پر ځواکمنو هېوادونو غږ وکړ چې نړیوالو هوکړو ته ژمن پاتې شي او د اټومي وسلو د پراختیا مخه ونیسي.