په امریکا کې د راوتلو سیلابونو له امله د وژل شوو شمېر ۲۴ ته لوړ شوی دی. د امریکایی رسنیو د راپورونو له مخې په کنتاکي ایالت کې سیلابونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تلفات اړولي دي.
سرچینه کاږي چې د امریکا ځانګړی او سمندري ځواک دمګړی له خلکو سره په مرستو بوخت دی او هڅه کوي سلګونه په سیلابونو کې بند پاتې کسان وژغوري. سیلابونو ۲۴ کسه وژلي دي، لسګونه نور ټپیان دي او د ګڼو کسانو د ورکېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. په ځينو سیمو کې کورونه په بشپړه توګه تر اوبو لاندې دي او ژغورونکې ډلې په سیمه کې په عملیاتو بوختې دي.