د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو له خپل چینايي سیال سره په لیدنه کې ویلي هېواد یې غواړي چې د چین او پاکستان ګډ اقتصادي دهليز یا سيپېک پروژه افغانستان ته هم وغځېږي. تاشکند کې د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم د طا لبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي سره افغانستان ته د دې پروژې د غځولو خبره کړې ده. د چینايي رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو له خپل چینايي سیال وانګ یې سره خبرو کې ویلي هېواد به یې د پاکستان او چین ګډ اقتصادي دهليز یا سیپېک چارې چټکې کړي. دواړو لورو دغه راز ټینګار کړی چې اړتیا ده، د ثبات او سولې ټېنګېدو لپاره د طالبانو حکومت ټول ګډونی وي. دوی د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډو د میکانیزم پر لا فعالولو ټېنګار کړی دی.