د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بشري عملیاتو د دوام لپاره ۹۶۰ میلیونه ډالرو ته سخته اړتیا لري. مرستندویه ادارې وايي، نږدې ۱۹میلیونه افغانان د افغانستان د اټکل شوي نفوس له نیمايي څخه زیات په لوړه کچه د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي په بیړنۍ توګه پیسو ته اړتیا لیدل کیږي چې په وچه کې د ایسار افغانستان په هغو برخو کې چې د ژمي په جریان کې د لاسرسي وړ نه وي د مرستې رسولو تدارک او ذخیره وشي. د خوړو نړیوال پروګرام د ارتباطاتو مشر فیلیپ کروف خبرداری ورکړ، که د ژمي له پیله دمخه د اکتوبر په میاشت کې د بودجې په ترلاسه کولو او مخکې له مخکې د خوراکي توکيو په ذخیره کولو کې پاتې راشي، نو خلک به د لوږې سره مخامخ شي.