د بغلان ولايتي روغتون مسؤلين وايي، چې دوی د موسمي ناروغيو د مخنيوي لپاره بشپړ چمتوالی نيولی دی. بلخوا پايوازان د ډاکترانو او نرسانو له خدمتونو خوشحال دي، خو وايي، په روغتون کې د پايوازانو د ناستې مناسب ځای نشته. د روغتون مسؤل بيا وايي، چې د بغلان ولايت نفوس ته په کتو ۱۱۰ بستريز روغتون بسنه نه کوي.