د کابل – کندهار سړک د اساسي رغونې چارې د ټولګټو چارو وزارت له خوا د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پیل شوې. د ټولګټو چارو وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح وویل د کابل – هرات لویې لارې جوړول د دغه وزارت یو له اساسي کارونو څخه دی. د هغه په وینا په لومړي پړاو کې د کندهار – زابل ترمنځ سړک رغول کېږي او په دویمه برخه کې به له زابله تر کابل پورې د دغې لویې لارې د رغولو چارې پیل شي. د یادې پروژې مسوول انجینیر محمد نور نعیمي وايي، دغه سړک چې لس متره به یې سور وي له کندهاره تر زابل پورې په بېلابېلو برخو کې یې چارې پیلیږي، څو په چټکۍ سره پرمخ لاړ شي. هغه زیاته کړه هڅه کوي د دغه سړک چارې په پنځو میاشتو کې بشپړې شي، څو پر لويې لارې ترانزېټي ستونزې رامنځته نه شي.