ټاکل شوې چې د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران سره وګوري. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د امریکايي وګړو د خوندي کولو لپاره له روسیې سره خبرې کوي.
بلینکن وایي نږدې ورځو کې به له سرګي لاوروف سره خبرې کوي او نړیوالې رسنۍ وايي چې ښایي د اوکراین موضوع، پر روسیه فشارونه، د انرژۍ سوداګري او نور موارد هم د دواړو لورو ترمنځ د بحث موضوعات وي. د اوکراین تر جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې بلینکن او لاوروف به په مستقیمه توګه سره ویني.