چین د تاشکند په کنفرانس کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی. د تاشکند په کنفرانس کې د چین استازي ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او که نړیواله ټولنه دلته د ناورین مخنیوی غواړي نو د افغانانو کنګل شوې شتمني دې آزاده کړي.
دده په خبره چین د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او خپلو بشردوستانه مرستو ته به ادامه ورکوي. د چین استازي همدا راز وویل چې د نړیوالو د ناسمو سیاستونو له امله همدا اوس په افغانستان کې څلوېښت سلنه وګړي بېکاره دي او شاوخوا ۷۰ سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. هغه پر امریکا یو ځل بیا غږ کړی چې د افغانانو کنګل شوې شتنمي آزاده کړي.