افغان حکومت وايي، چې په تېرو ۳ میاشتو کې سلګونه زره سيلانيانو د هېواد له بېلا بېلو سيمو ليدنه کړې ده. باميان هم طبيعي ښکلاوې لري او په دې وروستيو کې يې د ډېرو سيلانيانو پاملرنه ورجلب کړې ده. باميانو ته د سيلانيانو په ورتګ، د ځايي خلکو چارې هم غوړېدلې دي، خو سیلانیان له حکومت د سړکونو د بیا رغونې غوښتنه لري.