افغان حکومت وايي د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره داخلي هڅې روانې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دوی ښوونځيو ته د نجونو د تګ ملاتړي دي خو په دې مسئله ځینې اختلافونه موجود دي چې د حل لپاره یې پراخې هڅې روانې دي.
د بلخي په خبره ژر به دغه ستونزه حل شي او د ښوونځيو دروازې به د نجونو پر مخ پرانیستل شي. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې افغان حکومت د پیاوړتیا لپاره هڅه کوي او په خبره یې ځینې محدودې کړۍ شته دي چې د اوسني حکومت د کمزوري کولو په مانا دي او په خبره یې دو به بریالي نه شي ځکه د اوسني نظام زیانمنېدل د ټولو اړخونو په زیان دي.