د ا.ا له لوري د نجونو د منځنیو او لېسو نه پرانېستنې ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي او ځینو ژر تر ژره د دې ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده. د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې له طلوع نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی له ا.ا سره په اړیکه کې دي څو د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانیزي. د یوناما دغه چارواکې د نجونو د ښوونځیو تړل د هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګڼي او وايي چې د نجونو د ښوونځیو تړل به د هېواد پر اقتصاد او پرمختګ ناوړه اغېز وکړي. نوموړې د ټولنې په پرمختګ کې د ښځو نقش مهم ګڼي او زیاتوي چې له ټولنې د نجونو او ښځو ګوښه کول به د افغانستان پر راتلونکې ناوړه اغیز وکړي. نن په هېواد کې د نجونو پر مخ د متوسطو او لیسو د تړل کیدو ۳۰۹ ورځې پوره شوې او میلیونونه زده کوونکې نه شي کولی چې ښوونځیو ته لاړې شي. د اسلامي امارت له لوري د نجونو د منځنیو او لېسو نه پرانېستنې ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي او له افغان ولس سربېره نړۍوالې ټولنې تل د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانېستنې غوښتنه کړې ده.