د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د خوست او پکتيکا ولايتونو زلزله ځپلو لپاره د دوه زره کورونو د بيا جوړولو ژمنه وکړه. د خوست ځایي چارواکي وایي، په افغانستان کې د یوناما د دفتر سرپرست مشر او سیاسي مرستیال مارکس پوتزل دغه ژمنه خوست ولایت ته د سفر پر مهال له مسوولینو او خلکو سره په لیدنه کې کړې ده. سرچینې زیاته کړې، دغه ليدنه چې د خوست په ملکي هوايي ډګر کې ترسره شوه، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د خوست ځایي چارواکو د يو شمېر قومي مشرانو ترڅنګ په کې د خوست او پکتيکا ولايتونو د زلزله ځپلو کورنیو ځيني مشرانو هم برخه درلوده. د ملګرو ملتونو ددفتر یوناما سرپرست او سياسي مرستيال مارکس پوتزل په دې ليدنه کې د خوست او پکتيکا ولايتونو زلزله ځپلو سره خپله غم شريکي څرګنده کړه او ويې ويل چې د افغان حکومتي چارواکو سره په همغږۍ به دغو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. هغه زياته کړه، چې يوناما او په ټوله کې ملګري ملتونه په افغانستان کې يوه مهمه دنده اړمنو خلکو ته د بشري مرستو رسول دي او دوی به تر خپله وسه په دې برخه کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.