قزاقي رسنیو د دغه هېواد د اړوند چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې دا هېواد غواړي د ازبکستان، کابل او پېښور ترمنځ د ریل پټلۍ جوړولو کې مرسته وکړي. قزاق چارواکي زیاتوي چې د ریل دا پټلۍ به ټوله سیمه سره ونښلوي. د دې پټلۍ لګښت پنځ میلیارده ډالر تخمین شوی دی او افغانستان، ازبکستان او پاکستان په دې اړه یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړی دی. د شنونکو په باور، د پټلۍ دا ګډه پروژه به د سیمه ییزو اړیکو، سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې لپاره مشترک ټکی شي او د افغانستان له لارې د منځنۍ او سوېلي اسیا د نښلولوګډه هیله به ترسره کړي.