روسیه وایي له افغانستان سره پراخې اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي. په کابل کې د روسیې د سفارت مرستیال په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.
آنتون لاوروف دغه راز وايي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او غواړي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او دا اړیکې پراخې کړي. هغه زیاته کړې چې په اقتصادي او سیاسي برخه کې به د اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي.
روسیې تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د پراخو اړیکو د جوړولو غوښتنه کړې ده او تل یې ویلي چې دلته د دایمي ثبات په راتګ کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.