امریکا اوکراین ته د نورو توغندیو د ورکړې پرېکړه وکړه. د امریکا ددفاع وزیر لویډ آسټین په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی اوکراین ته نور دقیق هدف وېشتونکي او پياوړي توغندي ورکوي چې د روسیې ضد جګړه کې یې وکاروي.
د آسټین په خبره روسیې پر اوکراین خپل بېرحمانه برید ته ادامه ورکړې ده، نو له همدې امله دوی هڅه کوي د اوکراین ملاتړ وکړي. اوکراین هم وایي دوی د امریکا توغندیو ته اړتیا لري څو د روسي اهداف په نښه کړي. دوی وايي چې تر دې دمه یې د امریکا د نورو توغندیو په مرسته د روسیې د وسلو ۳۰ زیرمتونونه او د پوځ د مرستې مرکزونه له منځه وړي دي.