افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېره لوړه شوې ده. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې خوراکي توکو او بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو شمېره لوړه شوې ده.
سیګار وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۱۸ میلیونه کسانو په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لرله چې دا شمېر روان کال تر دې دمه ۲۴،۴ میلیونه کسانو ته رسېدلې ده. سیګار دغه راز وایي چې په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شوو شمېره هم لوړه شوې ده او دمګړی شاوخوا ۷۱۰ زره کسان په افغانستان کې بېځایه شوي دي.
سیګار دغه راز لیکي چې ښایي په راتلونکو څو میاشتو کې د خوراکي توکو د کمښت، ساري ناروغیو او وچکالۍ له امله بشري وضعیت تر دې هم ترینګلی شي او خیریه بنسټونه هم له دې درکه اندېښمن دي.