په دې وروستیو کې د وردګو ولایت چک ولسوالۍ ته هم د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی. ددې ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي محمد نعیم ایوبي وایي، چې د چک ولسوالۍ د برښنا بند او شاوخوا سیمو ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی او هره ورځ سلګونه هېواد وال د بېلابېلو ولایتونو څخه دې ولسوالۍ ته ورځي. ښاغلی ایوبي په دغه ولسوالۍ کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي او وایي، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه هېوادوال په ډاډه زړه د چک ولسوالۍ هرې سیمې ته چې غواړي سفر کولی شي. د چک د برښنا بند په دغه ولسوالۍ کې هغه ځای دی، چې له ډېر پخوا څخه به د وخت د واکمنانو په ګډون عام خلک هم د سیل او چکر لپاره ورتلل. اوس هم ډېرکله پکې د کرکټ او والیبال سیالۍ تر سره کېږي. که څه هم چې په تېرو کلونو کې د جګړو او نا امنیو له کبله ورته د خلک ورتګ پیکه شوی و، خو اوس چې په ټول هېواد کې امنیت ډامن دی، د بهرنیانو په ګډون د افغانستان هر سیمې ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی. له دې ډلې؛ ځاځي آریوب، کونړ، نورستان او بامیانو ته هم زرګونه سیلانیان ورغلي دي.