د غرب واکمني په نړۍ کې مخ پر ختمېدو ده. د برېټانیا پخواني لومړي وزیر توني بلیر په یوه کنفرانس کې د غرب د راتلونکې او اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي. نوموړي ویلي د اوکراین جګړې وښوده چې غربي نړۍ له سقوط سره مخ ده او په نړۍ کې یې واکمني مخ پر ختمېدو ده.
دده په خبره دا وېره بېځایه ده چې ګواکي نړۍ به دوه قطبي شي خو پر ځای یې دا وېره سمه ده چې ښايي نړۍ څو قطبي شي او ګڼ هېوادونه ځانونه په نړۍ کې زبرځواک وبولي. هغه زیاتوي چې د نړۍ په راتلونکې کې رامنځ ته کېدونکي بدلونونه تر ډېره په روسیه نه بلکې په چین پورې اړه لري او د غرب واکمنۍ ته تر ټولو ستر خطر هم له همدې ځایه پېښېږي. هغه د غربي هېوادونو په تېره د امریکا پر سیاستونو نیوکې کړې دي او د اوکراین په مسئله کې یې د دوی ناکامي غندلې ده.