پوتین د مرکزي اسیا هېوادونو ته په خپل سفر کې د افغانستان په اړه هم خبرې کوي. روسي رسنۍ وایي چې روسیه او د مرکزي آسیا ځينې هېوادونه د افغانستان له وضعیت اندېښنه لري له همدې امله پوتین هم له دوی سره پر دې مسئله خبرې کوي. ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په همدې اونۍ کې د مرکزي اسیا هېوادونو او بیا تر هغې وروسته ایران ته سفر وکړي.
په دې سفر کې به د ګڼو نورو مهمو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کېږي. روسي رسنۍ وایي پوتین د مرکزي آسیا له هېوادونو سره له افغانستان سره د ګډې پولې پر امنیت، د افغانستان اوسني وضعیت، بشردوستانه مرستو او نورو اړینو مواردو خبرې وکړي.