امریکا وایي دوی د افغانستان د منزوي کولو پلان نه لري. د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي امریکا تر دې دمه د افغانستان د منزوي کولو یا اقتصادي او سیاسي ماتې پلان نه لري.
نوموړی وایي له افغانستان سره د امریکا اړیکې د دوحې په هوکړه پورې تړلې دي او څومره چې دا هوکړه عملي کېږي له کابل سره به د واشنګټن اړیکې ښې شي. خلیلزاد ادعا کوي چې ددې هوکړې ډېرې برخې نه دي عملي شوې نو له همدې امله امریکا هم خپل ديپلوماتیک ماموریت ځنډولی دی.
خلیلزاد زیاتوي چې د نوي حکومت له مشرانو سره په خبرو او مذاکراتو بوخت دي او دوی دې ته هڅوي چې د دوحې هوکړه عملي کړي. هغه ټینګار وکړ چې د دوحې هوکړه د ټولو اړخونو په ګټه ده او عملي کول به یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ اړیکې ښې کړي.