بریټانوي چارواکي وایي چې د یاد هېواد د پوځیانو لخوا په افغانستان کې د افغانانو د وژنې تورونه به وڅېړي. د برېټانیا دفاع وزیر جیمز هیپي وايي، د دغه هېواد د پوځیانو له لوري د افغانانو د وژنو د تورونو په اړه به بشپړه پلټنه وکړي. د راپورونو له مخې، برېټانوي پوځیانو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ ۵۴ ملکي افغانان په هلمند کې وژلي دي. د برېټانیا دفاع وزیر وايي، د ځانګړو برېټانوي پوځیانو له لوري د ۵۴ تنو ملکي افغانانو د وژلو په باب که شواهد ورسره شریک شي، نو په اړه به یې بشپړې پلټنې وکړي. د برېټانیا دفاع وزیر ویلي چې پخوا هم د لګول شویو تورونو په اړه د برېټانیا د پولیسو له لوري پلټنې شوې وې خو وایي چې بیا ځلي څېړنې ته تیار دی. بلخوا د ا.ا مرستیال ویاند بلال کریمي وایي چې، ناټو ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور پرمهال تر هغه څه چې په راپور کې ویل شوي، ډېرې وژنې کړې دي.