روسیه او اوکراین د غلو د صادراتو په اړه هوکړې ته سره نږدې شوي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وایي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په ترکیه کې مذاکرات ګټور وو.
دده په خبره دواړه لوري که څه هم تر اوسه بشپړې هوکړې ته نه دي رسېدلي خو ددې تمه شته چې ژر دواړه لوري نړۍ ته د خوراکي توکو د صادراتو پر سر هوکړې ته ورسېږي. ګوتریش وایي ددې جدي اړتیا ده چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت مخنیوی وشي او د روسیې او اوکراین ترمنځ په دې تړاو یو دایمي او بنسټیز توافق رامنځ ته شي.