برېټانیا وایي چې په افغانستان کې په بشري جنایت تورن سرتېري به خپله سزا ویني. د برېټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون وایي په دغه هېواد کې هېڅوک له قانون لوړ نه دي. هغه ویلي په بشپړه توګه په افغانستان کې د برېټانوي ځواکونو له لوري د ترسره شوو بشر ضد جنایتونو راپور نه شي ردولی خو د لا ډېرو پلټنو لپاره به اقدام کوي.
هغه وايي برېټانیا کې هېڅوک تر قانون لوړ نه دی او هغه سرتېري به ارو مرو خپله سزا ویني چې افغانستان کې یې د ماموریت پر مهال بشر ضد جنایت ترسره کړی دی. څو ورځې وړاندې رسنیو راپورونه خپاره کړل چې برېټانوي ځواکونو په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژلو کې سره سیالي کوله او بشر ضد جنایتونه یې ترسره کول. دې راپورونو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي.