د امریکا کانګریس ددغه هېواد ددفاع وزارت له افغانستان سره له مرستو منع کړ. د امریکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ د امریکا کانګریس تازه داسې لایحه تصویب کړه چې له مخې یې پنټاګون یا د امریکا ددفاع وزارت له افغانستان سره مرستې نه شي کولی او نه هم د مرستو په بهیر کې برخه اخیستلی شي.
ددې لایحې له مخې د اړتیا پر مهال د امریکا حکومت حق نه لري چې د دفاع وزارت د پرسونل یا وسایلو له لارې له افغانستان سره مرسته وکړي. تر دې وړاندې پنټاګون کولی شول، چې د بېړنیو مرستو او یا هم نقدو پیسو په لېږد کې له امریکايي حکومت سره همکاري وکړي خو له دې وروسته پنټاګون نه له امریکايي حکومت او نه هم له امریکایي موسساتو سره همکاري کولی شي. امریکايي رسنۍ وایي چې دا پرېکړه به د تخلیې ماموریت او بېړني اقدامات له خنډ سره مخ کړي.