په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې نږدې شپږ میلیونه وګړي بېځایه شوي دي. د کډوالو نړیواله اداره وایي چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې زرګونه کسان له خپلو سیمو کډې کولو ته اړ شوي دي. دغه اداره وایي له ۲۰۱۰ کال راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۵،۸ میلیونه خلک له خپلو مېنو بېځایه شوي دي خو سلګونه زره نور بیا بېرته خپلو سیمو ته تللي هم دي.
دغه کسان تر ډېره په هېواد کې د ننه بېځایه شوي او تر ټولو ډېر خلک پلازمینې کابل ته کډوال شوي دي.
بلخ او کندهار په ترتیب هغه ولایتونه دي چې ډېر کډوال ورغلي دي. د کډوالو نړیواله اداره وایي چې په همدې موده کې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان بهر ته هم کډوال شوي چې په همدې تعداد په تېرو کلونو کې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي هم دي. دغه ادارې ویلي چې په افغانستان کې لا هم د اقتصادي ستونزو او وچکالۍ له امله کډوالي دود ده او بېځایه شوي کسان پراخو مرستو ته اړتیا لري.