ملګري ملتونه وایي افغانان لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان کې بشري وضعیت پر ښه کېدو نه بلکې مخ په خرابېدو دی. دغه اداره وایي له همدې امله نړیوالو ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د بېځایه شوو وګړو بشري وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او ډېری دغه وګړي د کورونو او سرپنا له نشتوالي سره مخ دي. د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې د سرپنا په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې یادو کسانو ته د کورونو د جوړولو ژمنه کړې ده. ملګرو ملتونو یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي ځکه اوسنۍ مرستې کافي نه دي او د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.