افغان حکومت وايي له نړیوالې ټولنې سره د ژورو او رسمي اړیکو غوښتونکي دي. د افغان حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی دمګړی د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره تعاملات لري.
دده په خبره دوی په دې لټه کې دي چې وکړی شي له نړیوالې ټولنې سره رسمي او ژورې اړیکې ولري. کریمي وايي افغان حکومت ټول هغه شرایط پوره کړي چې د رسمیت لپاره ضرور دي نو له همدې امله نړۍ ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلو تعاملاتو ته ادامه ورکړي او دا حکومت په رسمیت وپېژني.
نړیواله ټولنه بیا وایي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی، زده کړو او کار ته د دوی پرېښودل، د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه او ځینې نور هغه موارد دي چې باید افغان حکومت یې د رسمیت پېژندل کېدو لپاره عملي کړي.