امریکایي چارواکي وایي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یو کلن کېدو سره غواړي چې له دغه هېواده د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو څرنګوالی بیا وارزوي. اینبيسي نیوز راپور ورکړی دی چې د امریکا د ملي امنیت شورا په یو ټلیفوني تماس کې له دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو څخه غوښتنه کړې ده چې د ترسره شویو تېروتنو د تکرار مخنیوي لپاره باید له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي بیا غور وکړي. د بایډن امنیتي مشاورین غواړي چې یو ځل بیا پر هغه موضوع تمرکز وکړي چې د بایډن اداره یې د خلکو له سختو نیوکو سره مخ کړې ده. امریکایي چارواکي وایي چې د دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت ترسره شوې ارزونه به د اطلاعاتو په توګه طبقه بندي کېږي او ښایي په علني ډول کانګرس ته واستول شي. امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته په سیمه کې د یوې ستراتیژيکې او پیاوړې اډې د جوړولو په لټه کې ده او دغه راز ژمنه یې کړې ده چې دوی په خوندي توګه له افغانستان