ملګرو ملتونو یو ځل بیا له افغان حکومت د بشري حقونو د رعایت غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه کړې ده او په هغه کې یې په دې تړاو یو پرېکړه لیک صادر کړی دی. په پرېکړه لیک کې له افغان حکومت غوښتل شوي چې د مېرمنو او نجونو حقونه خوندي کړي او دوی ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي. سرچینه همدا راز له افغان حکومت غواړي چې له بشري حقونو د دفاع بنسټونه رامنځ ته کړي څو دوی د ټولو اړخونو له حقونو دفاع وکړي او په اړینو مواردو کې یې له نړیوالو اداراتو سره شریک کړي. افغان حکومت بیا تر دې وړاندې ویلي چې د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د بشري حقونو رعایت ته ژمن دي.