په سریلانکا کې سخت لاریونونه روان دي او ولسمشر یې استعفا ته اړ کړی دی. د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ تېره ورځ ناوخته لاریون کوونکي ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسېدل او د ولسمشر دفتر یې محاصره کړ، ولسمشر او لومړی وزیر په تېښته بریالي شوي.
لاریون کوونکو د شپې تر را رسېدو مخکې د لومړي وزیر دفتر هم محاصره کړ چې وروسته یې اور ورته کړ. اوس تازه د سریلانکا ولسمشر ویلي چې دی له خپلې دندې استعفا ورکوي او له لاریون کوونکو یې د زغم غوښتنه کړې ده. ددغه هېواد وګړو د پراخ فساد، اقتصادي ستونزو او ورته نورو عواملو له امله لاریونونه کړي دي.