امریکا په اوکراین کې پر جګړه تر افغانستان لوړ لګښتونه کوي. امریکايي رسنۍ وایي لا تر اوسه د اوکراین د جګړې کمه موده کېږي خو امریکا دومره پیسې پرې لګولې لکه په افغانستان کې یې چې په لومړیو پنځو کلونو کې لګولې وې.
دوی وایي چې د اوکراین جګړه به د امریکا لپاره تر افغانستان هم ګرانه پرېوځي. بلخوا د امریکايي استازو په یوه اعلامیه کې راغلي چې دوی به ارو مرو د اوکراین جګړه ګټي. دوی وایي چې د اروپا د امنیت او د روسیې د پرمختګ د مخنیوي لپاره د اوکراین ملاتړ ضرور دی نو له همدې امله یې له دغه هېواد سره ۴۰۰ میلیونه ډالر نوره نظامي مرسته هم اعلان کړه.