د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د هېواد د هوايي حریم د تخنیکي برخې د سپارلو لپاره د متحده عربي اماراتو له یوه شرکت سره یې خبرې روانې دي. د دغه وزارت ویاند وایي، یاد قرارداد به د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نړۍ یوې معتبرې کمپنۍ سره وشي. یاد وزارت وايي، د هېواد د هوايي حریم په تړون کې، د رادارونو مدیریت، د کارکوونکو روزل او د اړتیا وړ نورو تجهیزاتو پېرل شامل دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اماراتو له لوري د افغانستان د هوايي ډګرونو اداره کېدل کولی شي له دغه هېواد سره ډېرې مرستې وکړي. یو شمېر پخواني ډيپلوماټان او د اقتصادي چارو کارپوهان دغه تړون ابوظبي لپاره یوه ډيپلوماټيکه بریا ګڼي. ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه پر دې باور ده چې، د هېواد د هوايي حریم له قرارداد سره به د لویو هوايي شرکتونو الوتنې هم پیل شي.