د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په مسکو کې د دغه هېواد د پارلمان مشرانو ته ويلي، چې پر اوکراين د دوی بريد تر اوسه په جدي توګه نه دی پيل شوی. پوتین په خپله وینا کې دا هم ویلي چې که لویدیځ دا جرآت لري نو روسیې ته دې د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړي. نوموړي ادعا کړې چې که د اوکراین جګړه څومره اوږدیږي، د اوکراین لپاره به د سولې لپاره خبرې اترې ستونزمنې شي. په اوکراین کې روسي ځواکونو د لوهانسک د وروستي ښار له نیولو وروسته د ختیځ دونتسک سیمې پر لور خپل پرمختګ ته دوام ورکوي. د اوکراین حکومت د پوتین خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې دا خبرې یوازې د روسیې د کورنیو مخاطبینو د مصروفولو لپاره وې.