د جاپان مخکنی لومړی وزیر شینزو ابې چې نن په یوه وسلهوال برید کې ټپي شوی و، په روغتون کې یې د ټپونو له امله ساه ورکړه. د جاپاني رسنیو د خبر له مخې، شینزو ابې نن د دغه هېواد لوېدیځ نارا کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال د یوه وسلهوال له لوري په ډزو ویشتل شوی و. شینزو ابي لومړی ځل د یوه کال لپاره په ۲۰۰۶ کې د جاپان لومړی وزیر وټاکل شو او بیا یې له ۲۰۱۲ کاله تر ۲۰۲۰ کال پورې د لومړي وزیر په توګه دنده درلوده. هغه د جاپان په تاریخ کې تر ټولو ډیره موده د لومړي وزیر په توګه پاتې شوی چې وروسته یې د روغتیايي مسایلو له کبله له خپلې دندې استعفا کړې وه.