د چین سفیر وانګ یو په دې مطبوعاتي کنفرانس کې همدا راز د افغانستان د ګنل شوې ملي شتمنۍ په اړه هم پر امریکا سختې نیوکې وکړې. نوموړي وویل، چې له یوې خوا امریکا په غیري مسوولانه توګه له افغانستانه پښې سپکې کړې او له بلې خوا یې بیا د افغانستان شتمني په داسې حال کې کنګل کړې چې په دې هیواد کې تر بل هر وخت اقتصادي وضعیت خراب شوی او د یاد وضعیت مسوولیت هم د امریکا پر غاړه دی.