شنبه, مارچ 7, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د ا.ا لوی مشر: نړۍ سره پر دوه اړخیز درناوي ولاړې اړیکې غواړو

STR NEWS by STR NEWS
جولای 6, 2022
12 0
0
د ا.ا لوی مشر: نړۍ سره پر دوه اړخیز درناوي ولاړې اړیکې غواړو
18
SHARES
71
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان ا.ا لوی مشر شیخ هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې، ټول افغانانو ته د راتلونکي لوی اختر د مبارکۍ تر څنګ ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول افغانان باید په ګډه د هېواد په بیارغونه کې په ونډې اخیستلو سره خپل هیوادنی مکلفیت او دیني وجیبه ادا کړي. په خپاره شوي پیغام کې د شیخ هبت الله اخندزاده له قوله لیکل شوي چې دوی ګاونډیو، د سیمې او نړۍ  هیوادونو ته  پوره ډاډ ورکوي، چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې له خاورې څخه یې د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پيښ کړي. هغه پر نورو هېوادونو غږ کړی دی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې هم د مداخلې هڅه نه کوي. نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې ډيپلوماټیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي او دا د ټولو اړخونو په خیر کار بولي. هغه څرګنده کړې ده چې ا.ا په دیني او عصري علومو برخه کې د ښوونې او روزنې بهیر ته ځانګړې توجه لري. هغه د اقتصاد پياوړتیا، بیا رغونه او پاتې ستونزو له منځه وړل د حکومت او ملت ګډ مسوولیت بللی او د بیان ازادۍ ته په اشارې یې ټینګار کړی دی چې ا.ا د اسلامي اصولو او ملي منافعو په نظر کې نیولو سره د بیان ازادۍ ته هم ژمنتیا لري او ژورنالیستان کولی شي چې دغو ټکو ته په پام په ډاډه زړه خپل فعالیتونه ترسره کړي. د افغانستان ا.ا لوی مشر دغه راز له شخصیتونو سره د تماس کمیسیون باندې غږ کړی دی چې هېواد ته د راګرځېدلیو او راتلونکو هېوادوالو سره خپلې ټولې ژمنې پوره کړي او د سر، مال او عزت څخه یې په کلکه ساتنه وکړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده
وروستی خبرونه

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

مارچ 7, 2026
غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي
وروستی خبرونه

غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

مارچ 7, 2026
ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو
وروستی خبرونه

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist